تاسو باید تل د ژباړل شويو موادو سره د معافیت اصلي ریکارډونه خپل ډاکټر یا نورو روغتیایی متخصصینو ته ورکړئ.
مهرباني وکړئ د هغه چا په اړه معلومات ورکړئ چې واکسینونه یې په لاندې فورمه کې ژباړل کیږي.
لومړی نوم باید په انګلیسي / لاتیني حروف کې ولیکل شي
وروستی نوم باید په انګلیسي کې ولیکل شي
د زیږیدو نیټه په میاشت (MM)، ورځ (DD)، کال (YYYY) کې د هغه کس چې واکسینونه ژباړل کیږي ولیکۍ
خپل د اوسیدو حالت وټاکئ (په انګلیسي کې)
د سپارلو څخه د مخه خپل د سوابقو بیاکتنه وکړئ.
د مینیسوتا د ایالت د صحت ریاست او د معلوماتی تکنالوجی خدماتو څانګی په شریکه باندی دغه اپلیکیشن (VAXRef) تیار کړی ترڅو د واکسین سوابق ترجمه کړي. تاسی تل باید د خپلو واکسینونو اصلی سابقه او نور ژباړل شوی مواد خپل ډاکټر اویا بل کوم صحی متخصصینو ته ورکړۍ.
ددغه اپلیکیشن د جوړولو موخه داده کوم خلک چی غواړی خپل د واکیسن سوابق ترجمه کړی، د صحی خدماتو متخصصین چی د واکسین سوابق په ترجمه کولو کی مرستی ته اړتیا لری، یا د ټولنی موسسات چی واکسین سوابقو ترجمی ته اړتیا لری.
دغه اپلیکیشن او دده ترجه شوی مواد تاسی ته صحی مشوری نه ورکوی، او نه هم د واکسین په اړه درته لارښوونه کوی. له خپل ډاکټر او یا هم د صحی خدماتو متخصصینو سره د واکسینونو په اړه د معلومات ترلاسه کولو په موخه مشوره وکړۍ.
هغه معلومات چی تاسی یی دغه اپلیکیشن ته سپارۍ لکه د مریض یا کاروونکی نوم، د زیږیدنی نیټه او یا هم نور شخصی معلومات به سمدلاسه له منځه وړل کیږی. د مینیسوټا د صحت ریاست به ددغه اپلیکیشن د کارولو په نتیجه کی معلوماتو ته لاسرسی نلری یا هغه نه ذخیره کوی په استثناء د دوو مواردو: (۱) د امریکا هغه ایالت چی کاروونکی ورته لاسرسی درلودلای یا یی دغه اپلیکیشن کارولی دی. (۲) د ترجمه شویو موادو اصلی ژبه څه وه. . د مینیسوټا د صحت ریاست به د ایالتونو او د کارول شویو ژبو معلومات پدی موخه استفاده کوی چی پوه شی چیرته او څنګه دغه اپلیکیشن کارول شوی دی.
که چیری تاسی نه غواړی چی دغه غوښتل شوی معلومات شریک کړۍ، نو تاسی دغه اپلیکیشن نشۍ کارولی چی د واکسین سوابق ترجمه کړي.