COE Newcomer Education for Wellness (NEW)

د پروژې کتنه

د مینیسوټا مرکز د نويو راغلو د روغتیا په برخه کې د غوره والي مرکز موخه دا ده چې نويو راغلو کسانو ته ګټورې، د لاسرسي وړ ژباړل شوې د روغتیا زده کړې ویډیوګانې چمتو کړي. په دې پروژه کې لس ژبې شاملې دي: عربي، برمي، دري، فرانسوي، هایتي کریول، کارین، پښتو، صومالي، هسپانوي او سواحلي.
ګډون کوونکي به لږترلږه په میاشت کې یو ځل د روغتیا زده کړې دوه دقیقې ویډیوګانې ترلاسه کړي. له ګډون کوونکو څخه به وغوښتل شي چې په سروې کې خپل نظرونه وړاندې کړي. که تاسو د دې روغتیا زده کړې ویډیوګانو ترلاسه کولو کې لیوالتیا لرئ، مهرباني وکړئ لاندې فورمه ډکه کړئ.

د پیغام تر لاسه کولو و رضایت او غوره توبونه

ستاسو د تلیفون شرکت ممکن تاسو څخه د متن پیغامونو لیږلو یا ترلاسه کولو یا د معلوماتو او انټرنیټ خدماتو کارولو لپاره معیاري نرخونه واخلي. تاسو کولی شئ هر وخت چی وغواړۍ  خپل ګډون لغوه کړئ.

دا تعلیمي ویډیوګانې یوازې د عامه پوهاوی او معلوماتي موخو لپاره دي. دا پیغامونه طبي مشوره نه ورکوي. تل د خپل ډاکټر یا بل روغتیایی متخصص سره د مشورې یا ستاسو د روغتیا په اړه پوښتنو لپاره خبرې وکړئ.

که تاسو نور د روغتیایی تعلیمي پیغامونوپه ترلاسه کولو کې لیوالتیا نلرئ، تاسو کولی شئ په هر وخت کې د ( STOP) سره د متن پیغام ته ځواب ورکولو سره خپل غړیتوب لغوه کړۍ.

د محرمیت خبرتیا

د مینیسوټا د روغتیا په وزارت کې د مینیسوټا د نوي راغلو د روغتیاید غوره والی مرکز ستاسو د خوښې ژبې او د تلیفون شمیره غوښتنه کوي ترڅو تاسو ته په دوره یي ډول د روغتیا زده کړې ویډیوګانې واستوي. ستاسو د تلیفون شمیره د مینیسوټا د قانون ، برخې 13.356 لاندې د شخصي معلوماتو په توګه طبقه بندي شوې ده. ستاسو شخصي معلومات به یوازې د مینیسوټا د روغتیا وزارت کارمندانو، د معلوماتی ټیکنالوژۍ کارکوونکو ړ یا د ایالت یا فدرالي قانون پر بنسټ معلوماتو ته د لاسرسي واک لری و لاسرسی ولري. یاد معلومات ممکن د محکمېه د حکم پر اساس هم شریک شي یا د غوښتنې په صورت کې ایالت یا مقننه پلټونکي ته چمتو شي. د دې معلوماتو وړاندی کول رضاکارانه دي. که تاسو نه غواړئ خپل د تلیفون شمیره یا د خپلی خوښی ژبې معلومات دننه کړئ، تاسو نشئ کولی د روغتیایی زده کړو ویډیوګانې ترلاسه کړئ.

تصدیق

د نوم لیکنې پروسې په دوام سره، تاسو دا منئ چې تاسو دا د محرمیت خبرتیا لوستلې او پوهیدلي یاست او تاسو د مینیسوټا د روغتیا وزارت سره موافق یاست چې ستاسو د نوم لیکنې معلومات راټول کړي، وساتي او وکاروي لکه څنګه چې پورته تشریح شوي.